د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سیمه ییز ټیم د سید خېلو ولسوالۍ اړوند چینکي عالي لېسې زده کوونکو لپاره د پوهاوي پروګرام ترسره کړ
په دې پروګرام کې د نشه يي توکو د زیانونو او هغو ناوړه اغېزو په اړه، چې د ځوانانو پر روان یې لري، هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د شخصي حفظالصحې او انتانونو مخنیوي په اړه هم ورته لازمې سپارښتنې ترسره شوې.
