د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۴۶
د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، کب ٢/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم د بلخ ولایت د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کول له نږدې څخه وارزول.

په دې ارزونه کې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د مولانا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او له ارزونې وروسته یې پایلې د قناعت وړ وبللې.

دغه راز مشرتابه چې د روغتون له ارزونې وروسته کومې ستونزې وموندلې د روغتون له مسوولینو سره شریکې کړې او لارښوونه یې وکړه چې د حل په موخه یې ورته رسیدګي وکړي، تر څو اړمنو کسانو ته د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي قوانینو د تطبیق د اروزنې رئیس ډاکتر سید رسول منګل د بلخ ولایت د میرسالار خصوصي روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو چارې له نږدې وارزولې.

ډاکتر منګل او مل ټیم تر خپلو ارزونو وروسته د روغتون څو وارډونه د روغتیایي سرغړونو له امله وتړل او د روغتون مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، که نه نو له جدي او قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS