د وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۸:۵۷
د وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت مختلفې څانګې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده د یوې غونډې په ترڅ کې د وزیر محمداکبرخان روغتون د رادیوفلوروسکوپي، کلچر، ریکوري او سټندرد عملیات خونې، نرس استېشن، ښځینه ارتوپیدي کلینیک، سپتیک څاه ګانې، امنیتي کمرې، پلې لارې، مسجد او د لېفټ سیستم افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپاره.

د عامې روغتیا وزارت معینانو، د روغتیايي کارکوونکو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او د وزیر محمداکبر خان روغتون د یاد شوو برخو پرانیستل او بیا ترمیم یې د روغتیايي عرضه خدماتو او د ناروغانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یو اغېزمن ګام وګاڼه.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت معینانو، ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې ده؛ څو په هېواد کې د غوره او لا ډېرو روغتیايي خدماتو زمینه هېودوالو ته برابره کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې ددې روغتون د یادو شویو څانګو د جوړولو، بیاځلې ترمیم او تجهیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې او همکارو موسسو له لورې ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS