د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د ظرفیت لوړونې او پوهاوي پروګرام ترسره شو.
په یاد پروګرام کې د سالمو خوړو او پاکو اوبو رول د تمرکز زیاتوالي، د حافظې پیاوړتیا، د ذهني فعالیتونو ښه والي او د زدهکوونکو د وړتیاوو لوړولو برخو کې په هر اړخیز ډول تشریح شو او هم د متوازنې تغذیې د اهمیت، معیاري خوړو کارولو او د بې کیفیته، ناسالمو او زیانمنو خوړو د استعمال خطرونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، د کارپوهانو ټیم ټینګار وکړ، چې سالمه تغذیه نه یوازې د زده کوونکو د بدني روغتیا په ساتنه کې اغېزمنه ده، بلکې د درسي فعالیتونو په ښه والي، د هڅونې په زیاتوالي او د هېواد د راتلونکي نسل په سالمه وده کې هم بنسټیز رول لري.
