د غزني ولایت یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت نقلیه او طبي وسایل ورکړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۴
moph

د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته ۷ عرادې امبولانسونه، د واکسیناتورانو لپاره ۳۳ عرادې موټر سایکلونه، الټراسونډ ماشینونه، ولایتي روغتون ته یو اکسیجن پلانټ دستګاه او یو شمېر نور مهم طبي وسایل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې په کې د غزني مرستیال والي، د عامې روغتیا رئیس، روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و وسپارل شول.

ذکر شوي امبولانسونه، موټرسایکلونه او طبي توکي د غزني ولایتي روغتون، اندړ، قره باغ، خوګیاڼو، اجرستان، روږدو ناروغانو درملنې ۵۰ بستریز او ۲۰ بستریزو روغتونونو ته وسپارل شول او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې د اړتیا پر مهال ترې سالمه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS