د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ښاغلي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: د روغتیايي خدمتونو پراخول د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي په کور دننه هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي؛ تر څود درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته له تګ خلاص شي.
ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د دې څانګې فعالېدل به د میندو او ماشومانو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول ولري.
د یادونې وړ ده، چې د يادې څانګې په فعالېدو سره به ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي خدماتو ظرفیت لوړ او د ناروغانو د درملنې بهیر به لا ښه شي.
