د عامې روغتیا وزیر د ځاځي اریوب ولسوالۍ روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا  ولایت ته د سفر په ترڅ کې  کې د ځاځي اریوب ولسوالۍ روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د پکتیا والي، ملا مهرالله حماد یې هم ملتیا کوله د یاد روغتون د ټولو روغتیايي برخو د خدمتونو وړاندې کېدو بهیر یې له نږدې ولید، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېده او د بشپړ حل ډاډ یې څرګند کړ.

ښاغلي وزیر، همداراز په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په اړه وویل، موږ هڅه کوو؛ چې د هرې ممکنې لارې په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه معیاري او د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS