د عامې روغتیا وزیر د بیلاروس له نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۴۹
moph

‏د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بیلاروس هېواد نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، ښاغلي السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ بیلاروس هیواد ته د خپل وروستي سفر پر مهال د روغتیا په برخه کې د دغه هیواد د روغتیا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیایي سیستم سره د هر اړخیزې همکارۍ اړوند ژمنو مننه وکړه او په وینا یې د اړونده موضوعاتو په تعقیب سره به د روغتیا په برخه کې ډیر څه مثبت ولرو.

ښاغلي وزیر د روغتیا په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د تجاربو شریکولو ، د درملو په برخه کې افغانستان ته د درملو را واردولو او د ظرفیت لوړونې دورو اړوند  وینا وکړه.

ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په جریان کې وویل “ په افغانستان کې اوس مهال د درملو تولیدي فابریکو ، تشخیصیه بنسټونو او روغتونو جوړولو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه شتون لري “ او کولای شو په ګډه پرته له خنډونو په دې برخه کې کار وکړو.

د بیلاروس هیواد د افغانستان لپاره نوي سفیر د خپلو خبرو پر مهال وویل ، هڅه یې ده چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان له روغتیایي سیستم سره نږدې کار وکړي ، نوموړي همداراز د درملو او طبي تجهیزاتو پر افغانستان ته صادرولو د اسانتیا یادونه وکړه او په وینا یې راتلونکي کې به د اړتیا وړ برخو کې له روغتیا وزارت سره همکاري ولرو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۴۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بیلاروس له نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر سره لیدنه وکړه

‏د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بیلاروس هېواد نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، ښاغلي السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې ۸۹ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول شول

د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت کوهستان ولسوالې کې له درملتونونو او یوناني طبابت مرکزونو څخه د څارنې په پایله کې ۸۹ قلمه بې‌کیفیته او له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS