د عامې روغتیا وزارت د سنتي طب او بدیلې درملنې ریاست د روان کال میزان میاشتې په ترڅ کې د څارنې، ارزونې، ثبت، جواز ورکولو، تنظیم او معیاري کولو په برخو کې ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کړي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۲۳
MOPH

په ياده موده کې په کابل ښار کې د سنتي طبابت له ۲۲۱ درملتونونو او عطاریو، د بوټو درملو ۱۲ عمده‌پلورنځیو، د حجامت ۷ مرکزونو او ۱۰ تولیدي فابریکو څخه څارنه شوې، چې په پایله کې يې ۱۰۵ قلمه له پلور منع شوي درمل، ۱۶ قلمه د جنسي ځواک لوړولو کیمیاوي محصولات او ۶ قلمه له نېټې تېر د بوټو درمل راټول شوي، د آنلاین پلور د دوو مرکزونو فعالیت درول شوی او د مساج دوه مرکزونه او ۱۳ درملتونونه او عطاري تړل شوي دي.

همدارنګه، ۳ ټنه او ۷۵۰ کیلوګرامه غیرمجاز، له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او محصولات په خوندي ډول له منځه وړل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار ولایتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د کاپیسا په ولایتي روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ګرځند اېکسری ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کاپیسا ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د تشخیص لپاره یو عراده ګرځنده اېکسری ماشین، د دغه ولایت د مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان، د عامې روغتیا رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي پروژو پیل او د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو ډبرې کېښودل:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز، د. . .

BACK TO NEWS