د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۴۴
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد سره وکتل.

په دې لیدنه کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو سربېره په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو راپور د عامې روغتیا وزیر سره شریک کړ او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه واورېدل او دې برخې ته یې په لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS