د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په قطر هېواد کې د “روغتیايي وضعیت او د ماشومانو فلج” تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۵۹
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په قطر هېواد کې د “روغتیايي وضعیت او د ماشومانو فلج” تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د قطر هېواد د روغتیا وزارت په همکارۍ جوړ شوی و، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د بېلګېټس بنسټ مسئولینو په کې ګډون کړی و

د عامې روغتیا وزارت له لوري په افغانستان کې د پولیو اوسنی وضعیت، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د مجلس له ګډونوالو سره شریک شوه، چې د ګډونوالو له لوري په دې او نورو روغتیايي برخو کې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د دې کنفرانس موخه په پاکستان او افغانستان کې د پولیو عمومي وضعیت ارزول، په دې هېوادونو کې تر اوسه دغه ویروس شتون دلایلو او په بشپړه توګه د له منځه وړلو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS