د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان لپاره له OPHA مؤسسه سره د ۶۴۱ زره ډالرو تړون لاسليک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۵۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له OPHA مؤسسې سره (۶۴۱۸۰۸) د شپږ سوه یو څلوېښت زره او اته سوه اته ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د ۹ بنسټیزو (BHC) روغتيايي مرکزونو له لارې د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو ته لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د ننګرهار او لغمان ولایتونو ۱۱۳ زره او ۶۰۰ تنه اوسېدونکي له لومړنیو خدماتو برخمن او ۹۰ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د OPHA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۲
Background image

یک برنامه آموزشی شش روزه (IMNCI) برای آمرین مراکز صحی در ولایت غور پایان یافت

در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، شیخ عبدالواحد حماس رئیس صحت‌عامه ولایت غور، داکتر محمد بارک رئیس دفتر باران در این ولایت و شماری دیگر از مسوولان و کارمندان صحی اشتراک داشتند.

رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان لپاره له OPHA مؤسسه سره د ۶۴۱ زره ډالرو تړون لاسليک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له OPHA مؤسسې سره (۶۴۱۸۰۸) د شپږ سوه یو څلوېښت زره او اته سوه اته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د تمويلونکو سازمانونو او ملي او نړيوالو مؤسسو استازو سره په ګډه د هیلټ کلستر غونډه تر سره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو اړيکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئيس مولوي محمد داود منصوري او د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ معينيت مشاور ډاکټر زاهد الله رسولي په شتون کې ترسره. . .

BACK TO NEWS