د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل، د سعودي عربستان له لوري ټاکل شويو مقرراتو ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي او ټینګار یې وکړ، چې په هر ولایت کې باید ځانګړی ځای د حجاجو د منظمو روغتیایي معایناتو لپاره وټاکل شي.

همدارنګه هغه زیاته کړه، د معايناتو ټولې مرحلې باید په منظم ډول او د ټاکل شويو طرزالعملونو سره سم ترسره شي؛ تر څو حجاج له سفر مخکې د ښه روغتیایي وضعیت څخه برخمن وي او د هغوی د اعزام پروسه پرته له کومې ستونزې پر مخ ولاړه شي.

بل لور ولایتي مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې ټول اصول، مقررات او ټاکل شوي طرزالعملونه به په بشپړ ډول عملي کړي او د حجاجو لپاره به د معیاري او منظمو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS