د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست د دوامدارو هڅو او اغېزمنې همغږۍ په پایله کې د Doctors of Rahman (DoR) خیریه بنسټ اړوند ۱۲ تنه ډاکټران افغانستان ته راورسېدل
یاد بنسټ چې په انګلستان هېواد کې فعالیت لري، دغه طبي ماموریت یې د عامې روغتیا وزارت سره د پخوانیو ناستو او همغږۍ پر بنسټ تنظیم کړی او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې به دوام ولري، چې په کې د امریکا، انګلستان، هندوستان، لبنان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو متخصص ډاکټران ګډون لري.
د یاد ماموریت موخه د افغانستان د روغتیايي سکتور پیاوړتیا، د تخصصي درملنې پراختیا، د طبي تجهیزاتو برابرول او د افغان روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول دي، چې په کې د اورتوپیدي، قلبي، عمومي جراحي، انستیزي، بیړني طب، سترګو او سرطان ناروغیو درملنې برخو کې متخصص ډاکټران شامل دي او په ټاکل شویو روغتیايي مرکزونو کې به هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست له دې ماموریت سره د ویزو پروسس او صادرولو، د طبي تجهیزاتو ګمرکي تصفیې، له معالجوي طب لوی ریاست سره په روغتونونو کې د کاري مهالوېش د همغږۍ او همدارنګه، د امنیتي او لوژستیکي اسانتیاوو په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ماموریت پلي کېدل د افغانستان د روغتیايي سستم پیاوړتیا، د تخصصي درملنې پراختیا، ورته د لاسرسي زیاتوالي او له نړیوالو خیریه بنسټونو سره د رغنده همکاریو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
