د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس کنړ ولایت کې د یو شمیر روغتونونو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د روغتونونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت د اصولو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس همداراز د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص سره هم ولیدل او د یاد ولایت روغتیا په برخه کې یې پر لاسته راوړنو او شته ستونزو ته د حل په لار چارو بحث او خبرې ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS