د عامې روغتیا وزارت د روږدو  د درملنې ملي برنامې د ستراتیژیک پلان، معیاري کړنلارو (SOPs) او اړوند لارښودونو د بیاکتنې لومړۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۴۰
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او امرینو، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او همکارو ادارو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي وویل: (اعتیاد یو ناورین دی او د روږدو کسانو د درملنې لپاره باید یو منظم او هر اړخیز پلان جوړ او بیا کتنه یې وشي).

 نوموړي زیاته کړه، چې نوی ستراتیژیک پلان باید د هېواد د اوسنیو شرایطو سره سم اصلاح او بیاکتنه یې وشي، هغه همداراز ټینګار وکړ، چې دا برنامه یوازې د عامې روغتیا وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د ټولو اړوندو دولتي او نړیوالو ادارو همکارۍ ته هم اړتیا لري.

په دې غونډه کې همداراز، د روږدو د درملنې ملي برنامې رئیس، مولوي انعام الله عمار وویل: (د دې پروګرام د بیاکتنې موخه د ستراتیژیک پلان، لارښودونو او کړنلارو ښه کول دي؛ تر څو د روږدو ناروغانو د درملنې خدمات د هېواد د اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو سره سم تر سره شي).

 هغه د نړیوالو ادارو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له همکارۍ څخه مننه وکړه، او له نړیوالو ادارو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیایي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث او د روغتیا نړیوال سازمان استازي علي رضا نوروزي د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې په اړه هر اړخیزې ویناوې ترسره او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه، چې دوی به د عامې روغتیا وزارت سره د ګډې همکارۍ له مخې د روږدو د درملنې ملي برنامې د بیاکتنې په پروسه کې په فعاله توګه کار کوي؛ ترڅو  د خدماتو کیفیت لوړ او د برنامې موخې په ښه توګه تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۱۹
Background image

کاپیسا ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونه او د درملو عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو په دې ولایت کې د عمده درملو پلورنځيو، خصوصي روغتونونه، تشخیصیه روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت تر سره کړ. چې پایله کې ۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۴۱
Background image

د لوګر ولایت روغتیایي مرکزونو سره د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزات مرسته وشوه

یاده مرسته د کف (CAF) مؤسسې له‌ لوري وشوه،  چې په کې د اکسیجن بالونونه، سونوګرافي ډوپلر، د ناروغانو مانیټرونه، د عملیاتو سیټونه، لابراتواري وسایل، مېزونه او څوکۍ شاملې دي.

د لوګر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د GH روغتونونو طرحه

‏د عامې روغتیا وزارت له لوري د عمومي روغتونونو (GH) د جوړولو طرحه د یاد وزارت د ویب سایټ څخه په لاندې QR Code سکن کولو له لاري کتلائ شئ!

 

‪https://tinyurl.com/3crfk8ux

BACK TO NEWS