د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نږدې یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د بلخ ولایت (۴۰۹۵۰) تنه اوسېدونکي د انتاني ناروغیو درملنې ۵۰ بستریز روغتون له لارې له روغتیايي خدمتونو برخمن او (۴۲) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د یادې مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۴
Background image

د محمود طرزي عالي لېسې څه باندې ۱۲۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

په هلمند ولایت کې دوه د غاښونو کلینیکونه او دوه تشخیصیه مرکزونه وتړل شول

د هلمند عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې له ۱۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې او پلټنې په ترڅ کې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار ولایتونو. . .

BACK TO NEWS