د دعوت ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر پیل کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د دعوت ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني په مشرۍ ګډ پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ( بغلان، کندز، مزار شریف، جوزجان او سمنګان)  ته سفر پیل کړ

 

د یاد سفر موخه روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیا په برخه کې د اصلاحي بیانونو ترسره کول، د روغتیايي ادارو څخه د دعوت او ارشاد د قوانینو په رڼا کې څارنه او کنټرول او په ولایتونو کې د دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو خالي بستونو ته د ځینو کسانو ورپېژندل دي. 

په همدې موخه یاد سفر د بغلان ولایت څخه پیل او د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست او مرکزي روغتون سربېره د ګڼو نورو روغتیايي ادارو څخه لیدنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې روغتیايي کارکوونکو ته اصلاحي بیانونه ترسره او د اسلامي اوامرو د تطبیق پر اهمیت کارکوونکو ته لارښوونې ترسره شوې.

 

د یادونې وړ ده، چې یاد سفر به څو ورځې نور هم دوام وکړي او په ترڅ کې به یې کندز، مزارشریف، جوزجان او سمنګان ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته اصلاحي بیانونه او لازمې اسلامې سپارښتنې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS