د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لوګر ولایت اړوند خروار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې چې د (MOPH/1405/NCB/W-2576) ګڼې ریفرنس لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ دې د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه)، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (یکشنبې ورځ، ۲۳/۰۳/۱۴۴۸ هـ ق – ۱۵/۰۶/۱۴۰۵ هـ ش نېټه، د سهار 10:00 بجو) چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند آفر پرانستنې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل کې موقعیت لري وسپاري. ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.
