د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند جنراتور لپاره د خونې او تېلو ذخیرې رغولو پروژه چې د MOPH/1404/NCB/W-1467 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر شنبې ورځې 04/12/1446 ه ق چې د 10/03/1404 ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (117,000) یو سل او اولس زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.