د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

یادونه: دا اعلان د چهارشنبې په ورځ ۲۸/۱۲/۱۴۴۶ ه ق چې ۰۴/۰۴/۱۴۰۴ ه ش سره سمون لري د هېواد ورځپاڼې، اکبر ویب پاڼې، jobs.af، د تدارکاتو ریاست واټس اپ ګروپ او فیسبوک پاڼې او نورو ویب پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی وو او ټاکل شوې وه چې د یادې داوطلبۍ د آفر پرانستنې غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۹/۰۱/۱۴۴۷ ه ق چې د ۲۵/۰۴/۱۴۰۴ ه ش سره سمون لري د سهار په 10:00 بجو تر سره شي.

دا چې د تخنیکي ستونزو له امله د برېښنايي تدارکاتو ویب پاڼې (tenders.ageops.af) کې خپور نه شو، پر همدې بنسټ د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ډیټابیس مدیریت په بنسټیزه توګه د بیارغونې پروژه چې د MOPH/1404/NCB/W-1610 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر شنبې ورځې 22/01/1447 ه ق چې د 28/04/1404 ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان مېنې کې موقیعت لري – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته وسپاري. ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (18,000) اتلس زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

یادونه: دا اعلان د چهارشنبې په ورځ ۲۸/۱۲/۱۴۴۶ ه ق چې ۰۴/۰۴/۱۴۰۴ ه ش سره سمون لري د هېواد ورځپاڼې، اکبر ویب پاڼې، jobs.af، د تدارکاتو ریاست واټس اپ ګروپ او فیسبوک پاڼې او نورو ویب پاڼو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دغه وزارت اړوند (د آنکولوژي څانګې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( 30 قلمه د سترگو ناروغیو طبي ملزمه جاتو برابرول او تدارک ) په پروسه . . .

Back to tenders