د جوزجان په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د عاجل روغتیايي خدماتو څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د عاجل روغتیايي خدماتو څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني او په یاد ولایت کې د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو شتون درلود.

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د دغه روغتیايي څانګې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د نورو برخو تر څنګ په روغتیايي برخه کې هم غوره خدمات وړاندې کړي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د یادې څانګې د جوړېدو لپاره ۲۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې عملاً یې د جوړېدو چارې پیل او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، یاده څانګه به په عصري ډول جوړه او په اړینو طبي تجهیزاتو به سمبال وي، چې په مرسته به یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او تر ډېره به یې روغتیايي ستونزې حل شي.

له بل لوري د جوزجان عامې روغتیا رئیس، قاري ذبیح الله حسیني وویل، د دې څانګې په جوړېدو سره به د یاد ولایت ناروغانو ته په اکسری، الټراساونډ، عاجل داخله او عاجل جراحي څانګو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS