د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ تر منځ د همغږۍ غونډه تر سره شوه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۱:۱۹
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ تر منځ د همغږۍ غونډه تر سره شوه

 د عامې روغتیا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتيا وزارت د مالي او اداري معين مولوي محمد اسحق صاحبزاده ، د پلان او پاليسۍ معين ډاکټر محمد حسن غياثي ، د عرضه خدماتو معين حبيب الله اخندزاده او د يو شمير رئيسانو سره په خپل کاري دفتر کې د چارو  د لا ښه والي په اړه د همغږۍ ناسته تر سره کړه ، په ياده ناسته کې د روغتيايي خدماتو د لا ښه والي د ځينې تقنيني اسنادو په اړه د اجراءتو ، د داخلي او   نورو اداراتو سره د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې اترې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزارت رهبري هڅه کوی تر د هيواد ټولو وګړو ته عادلانه او معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS