دعامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ملالۍ زېږنتون د لېپراسکوپي عملیات خونه پرانیستل شوه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۴۵
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ملالۍ زېږنتون د لېپراسکوپي عملیات خونه پرانیستل شوه

ښاغلي وزیر، د دې عملیات خونې پرانیسته د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو ستر ګام وباله او ویې ویل، د دې څانګې جوړول یوه مهمه اړتیا وه او د خوښۍ ځای دی چې نن یې پرانیسته ترسره کېږي.
ښاغلي وزیر همداراز د لېپراسکوپي عملیات، اهمیت ته په اشارې وویل، د خوښۍ ځای دی چې اوسمهال په هېواد کې دننه د لېپراسکوپي د زده کړې لپاره زمینه برابره شوې؛ خو پخوا به د دې برخې د زده کړې لپاره افغان ډاکټران په دېر زیات لګښت له هېواده څخه بهر تلل.
همدارنګه د دې روغتون د تلې مېډیسن او د نسايي ولادي د ناروغانو کتنځای هم چې تازه تجهیز او رغول شوي دي د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري پرانیستل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS