د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د مسلکي اخلاقو پیاوړتیا او د مراجعینو سره د غوره چلند په موخه "مراجعینو ته د درناوي" تر عنوان لاندې روزنیز سیمنار ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۳۶
moph

په دې روزنیز سیمینار کې چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد ، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي شيخ محمد طاهر حليم، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، امرینو او د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ګډون کړی و.

د سیمینار پر مهال د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي وویل: ( دا زموږ ټولو شرعي وجيبه ده، چې خپلې اړوندې چارې په سمه توګه تر سره او له مراجعینو سره د ښه چلند سربېره د هغوۍ کارونو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه وکړو).

همداراز، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد مراجعينو سره د غوره چلند سربېره له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلو چارو ته په سمه توګه رسېدنه تر سره او د وخت سالم مدیریت وکړي؛ تر څو د اړمنو هېوادوالو کارونه په ټاکلي وخت تر سره او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.

دغه راز، د مقام د دفتر لوی رئیس، ښاغلي شيخ محمد طاهر حليم هم د اسلام مبارک دين له نظره د مراجعينو سره د غوره چلند په اړه هر اړخیزه وينا تر سره او د چارو په اسانتيا يې ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې همداراز، د خوړو او درملو لوی رئیس ډاکټر نعيم الله ايوبي، د خوړو او درملو معینیت د ارشاد او دعوت آمر مولوي نجم الدين الفت او د ياد معینیت شکايتونو ته د رسېدنې مشاور مولوي عبدالرب حنيف هم مراجعينو سره د غوره چلند په اړه هر اړخيزې ويناوې تر سره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS