دعامې روغتياوزيرښاغلي ډاکټرقلندرعباددبغلان ولايت دسالنګ دپيښې دقربانيانو اوخدماتو په اړه سفر

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵
دعامې روغتياوزيرښاغلي ډاکټرقلندرعباددبغلان ولايت دسالنګ دپيښې دقربانيانو اوخدماتو په اړه سفر

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د سالنګ د پېښې له کنټرول او خدماتو وروسته د بغلان ولايتي روغتون له روغتيايي پرسونل سره لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د بغلان ولايتي روغتون له مسوولینو او روغتيايي پرسونل سره لیدنه ترسره کړه او د دې روغتون مسوولینو ته یې د یوې ناستې په ترڅ کې د لا غوره خدماتو په اړه سپارښتنې وکړې.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیرد روغتيايي خدمتونو په لا معياري کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان روغتيايي خدماتو په معياري کولو کې به لا زياتې هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزیرپه بغلان کې د پولیو واکسین کمپاین هم په خپلو لاسونو سره پیل کړ.

دعامې روغتياوزيرښاغلي ډاکټرقلندرعباددبغلان ولايت دسالنګ دپيښې دقربانيانو اوخدماتو په اړه سفر

 د عامې روغتيا وزير د بغلان ولايت د معاون والي ملا احمدالله مبارک سره هم د سالنګ د پيښې د قربانيانو او خدماتو په اړه له نژدې وليدل او په شته مواردو يې سره خبرې اترې تر سره کړې.
هېره دې نه وي چې له تيرې ورځې راهيسي د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست روغتيايي ټيمونه په سيمه کې شتون لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS