بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
moph

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د لا ښه والي په موخه برابر او ووېشل شول.

یاد موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا رئیس خان‌محمد همت او د یو شمېر امارتي ادارو د مسؤلینو په شتون کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته وسپارل شول.

د بادغیس عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د یادو وسایطو پر اغېزمنې کارونې او په لرو پرتو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: واکسیناتورانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول کولای شي، ماشومانو ته د اړتیا وړ واکسینونو رسولو او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا ښه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۳:۱
Background image

د زابل ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره (۱،۷۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت درې یخچالونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو د یونیسف ادارې له لوري د زابل ولایت د شملزي ولسوالۍ د جنګي‌خېلو کلینیک، د اټغر ولسوالۍ د سورخاب کلینیک او د بابک کلینیک ته د څه باندې یو میلیون او اووه سوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتون مدیریت (Hospital Management) په برخه کې د روزونکو روزنې (TOT) پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه روزنیز پروګرام، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی و، ۳۰ تنو ګډونوالو ته په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د خوړو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د خوړو د خوندیتوب او کیفیت تأمین په موخه د مصنوعي رنګونو، مصنوعي ګاڼې او. . .

BACK TO NEWS