د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د د شت برچي سل بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د (1405 مالي کال لپاره د دوه ډوله تیلو ډیزل او پطرول) چې (MOPH/100DEB/1405/G005) ریفرینس لرونکې ده،  د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د دغه روغتون د تهیه او تدارکاتو مدیریت څخه په وړیا ډول تر لاسه کړي، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د عقودو قانون او د عامې روغتیا وزارت د لنډ مهاله اجرائیوي مراحلو سره سم په سرتړلي ډول د اعلان د نشر له نېټې څخه تر 17/3/1405 نېټې، د یکشنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د دشت برچي سل بستریز روغتون ته چې د دولتي د تیلو ټانک ته څېرمه په دیارلسمه ناحیه کې موقیعت لري، وسپاري.

 ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.