د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
Tue, Jul 08 2025 2:49 PM
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د نیمه پاتې رغنیزو پروژو د چارو بیا ځلي پیل پر څرنګوالي، د رغنیزو چارو پر کیفیت او سرعت، د ختیځ کمپلکس او همدارنګه د کنړ ولایتي روغتون د رغنیزو چارو اړوند هر اړخیزې خبرې تر سره شوې.

ښاغلي وزیر وویل، ولسونه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري نو په همدې اساس باید هر څه ژر د عامې روغتیا وزارت اړوند نیمه پاتې رغنیزو پروژو کارونه په ګډه تر سره کړو، تر څو ولسونو ته خدمات چمتو او له معیاري روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.

بل لور د ملي پراختیا شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي تر څو ژر تر ژره یې چارې تر سره او روغتیایي خدماتو ته اماده شي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS