د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز کمپ د اړتیا وړ سون توکو (لرګیو، ډبرو سکارو) برابرولو او تدارک پروژې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/G-3077) ده، (ارمان سپین غر ساختماني، لوژیستیکي او توليدي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D-06-114) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (محمد جان پلازا، خوست مرکز، خوست) کې دی او د تړون بیه (4,778,147.57) څلور میلیونه، اوه سوه اته اویا زره، یو سل اوه څلویښت اعشاریه اوه پنځوس افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې، کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.