په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه تېرو درېیو میاشتو کې ترسره شوي فعالیتونه د یوې غونډې په ترڅ کې وارزول شول

rasooli_admin
Thu, Nov 12 2026 8:59 AM
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان، ګاوي، ګېټس بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام، انټرساس، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، هېلت‌ نېټ TPO او نورو همکارو بنسټونو د استازو په ګډون د دغه وزارت په تالار کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت (GPEI) د دفتر استازي، ډاکټر ضياء له لوري د یو معلوماتي پرېزنټيشن په ترڅ کې د پولیو په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه له ګډونوالو سره شریک شول.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. هغه همدارنګه په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د ملي او نړیوالو روغتیايي همکارانو له همکارۍ مننه وکړه.

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د خپلې ملي پالیسۍ او ستراتېژۍ له مخې په ټول افغانستان کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د داخلي او نړیوالو همکارانو په همکارۍ اړین اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.

بل لور، د ملي او نړیوالو روغتیايي بنسټونو استازو په افغانستان کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په موخه د مالي او تخنیکي ملاتړ ډاډ څرګند او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاريو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Nov 12 2026 10:14 AM
Background image

Foundation Stone Laid for AFN 58 Million General Hospital in Baghlan

The Minister of Pblic Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Mawlawi Noor Jalal Jalali, and his accompanying delegation laid the foundation stone for a new general hospital. . .

Thu, Nov 12 2026 9:05 AM
Background image

The Second “Health Afghanistan” Domestic and International Exhibition Opens

The five-day Second “Health Afghanistan” Domestic and International Exhibition was inaugurated by the Ministry of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan.

The opening. . .

Wed, Nov 11 2026 2:36 PM
Background image

A 30-Bed Hospital Inaugurated in Jalga District of Baghlan Province

H.E. Minister of Public Health, Mawlawi Noor Jalal Jalali, inaugurated a 30-bed hospital in Jalga District of Baghlan Province during his official visit to the province.

The. . .

BACK TO NEWS