د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دشت برچي محمد علي جناح روغتون اړوند هموډیالیز مرکز کې د نفرولوژۍ څانګې جوړولو او بیارغونې پروژې، چې د تړون شمېره یې (MOPH/1405/NCB/W-2897) ده، (باورمند غرنیز ودانیز شرکت) ته، چې د (99794) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (ارزان قیمت، د شپږم بلاک لومړۍ کوڅه، کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (982,065.00) نهه سوه دوه اتیا زره او پنځه شپېته افغانۍ کېږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند د ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.