د اکمال تخصص لوی رياست خبرتيا!
موضوع: له هېواده بهر (خارج مرز) متخصصو ډاکټرانو د سویې ټاکنې ازموینه!
هغو محترمو ډاکټرانو ته چې اسناد یې له هېواد څخه بهر د اسنادو د ارزونې کمېټې له لوري ارزول شوي او د سویې ټاکنې په ازموینه کې یې نومليکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې د یادو ډاکټرانو تحریري ازموینه د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه، اخيستل کېږي.
له همدې امله، محترم نوماندان دې د هویت اصلي تذکرې په درلودلو سره د ماسپښین په يوه نيمه بجه (۱:۳۰ ) د عامې روغتیا وزارت عمومي تالار ته حاضر شي.
د ازموینې نېټه: دوشنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۳۰مه
د ازموینې ځای: د عامې روغتیا وزارت عمومي تالار
یادونه: د اړتیا په صورت کې د معلوماتو لپاره د اکمال تخصص لوی ریاست له دې ۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷ شمېرې سره اړیکه ونیسئ او یا پیغام پرېږدئ.
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
