د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د 1405 هجری شمسي کال لپاره د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست او کوفاینیس پروژې د اړتیا وړ، د معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې تړون، چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1405/ NCB/G-2246)ده، (محمد امیني عزیزي تجارتي او د لوژیستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (109160) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (دوغ اباد، اوومه ناحیه، مرکز کابل - کابل) کې دی او د تړون بیه (888،200) اته سوه اته اتیا زره دوه سوه افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders