د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د لغمان ولایت اړوند علیشنګ ولسوالۍ عمومي روغتون د رغولو پروژه) چی د تړون شمېره یې(MOPH/1404/NCB/W-1130) ده، د (جریر منصور ودانیز او سړک جوړونې شرکت) ته چې د (94310) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (د آریا ښارګوټی، دریم فاز، B35 بلاک، مرکز کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه یې (48,200,845.50) اته څلوېښت میلیونه دوه سوه زره اته سوه پنځه څلوېښت  اعشاریه پنځوس افغانۍ کېږي.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders