د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د سرطان د کنټرول ملي پروگرام د نلدواني وسایلو داوطلبۍ) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1794)ده. د (ویدا ویرا لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (68699) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعه موسی لسمه ناحیه مرکز کابل،) کې دی. چې د تړون بیه یې (694,998) شپږ سوه څلور نوي زره نهه سوه  اته نوي افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکات آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders