د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
نور د سترگو تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د یو قلم مایع ګاز برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د نور روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم په سرتړلي بڼه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴/۰۵/۱۴۰۵ نېټې پورې د نور روغتون څلورم منزل کې د کنفرانس خونې ته وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
او د آفر پرانستې غونډه به په پورته ذکر شوې نېټه نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون څلور منزل د کنفرانس په خونه کې تر سره کېږي.
پته: مرکزي پولي کلینیک، سینمای پامیر، ترڅنګ لومړۍ ناحیه کابل افغانستان
