د تدارکاتو خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي او د راډیولوژي طبي تجهیزات واردوي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د الټراسونډ د دوه پایو ماشینونو د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د 12/9/1404 ﮪ ش نېټې څخه چې د 12/6/1447ﮪ ق نېټې سره برابر ده، تر شل ورځو پورې د 01 /10/1404 ﮪ ش نېټې پورې چې د 02/07/1447 ﮪ ق نېټې سره برابر ده د راډیولوژي ملي انسټېټيوټ د خدماتو مدیریت څخه تر 20 ورځ پورې هره ورځ د سهار ترلس بجو 10:00 پورې ترلاسه کړي.
او خپل آفرونه د شرطپاڼې مطابق د تدارکاتو مبیعه شرطپاڼې سره سم په سر تړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دو شنبې ورځ 01/10/1404 چې د 02/7/1447 نېتې سره سمون لري، د غرمې تر 12:00 بجو د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل سیمې کې موقعیت وسپاري.
ناوخته رسېدلي افرونه د منلو وړ نه دي.
بانکي تضمین د(687332) شپږسوه اووه اتیا زره درې سوه دوه دېرش افغانۍ د ګرنټۍ په بڼه دی، چې له آفر سره یوځای تسلیم کړئ.
د آفر پرانیستلو غونډه د سه شنبې ورځ چې د 02/10/1404 نېټې او د 03/07/1447 نېټې سره سمون لري، د سهار په لس بجو د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ تالار (40) نمبر خونې کې تر سره کېږي.