د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د UNDP سازمان له مشر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNDP سازمان له مشر ښاغلي سټیفن روډریک او مل پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې د هېواد روغتیايي مرکزونو لپاره د سولري برېښنا سیستم جوړولو، ملاریا، توبرکلوز او ایچ آی وي (ایډز) ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي خدماتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له همکارۍ په مننې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو برابرولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د سولري برېښنا سیستم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یاد سازمان همکاري اړینه وبلله او د لنډ مهاله پروژو پر ځای یې د دوامداره او با ثباته خدماتو پر شتون ټینګار وکړ.
له بل لوري د UNDP سازمان مشر پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې په دې برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.