بایومیډیکل ټکنیشن( ننګرهار)

rasooli_admin
Sun, Nov 29 2026 3:06 PM
moph

Publish Date

Closing Date

دنده:                 بایومیډیکل ټکنیشن( ننګرهار)
اړوند اداره:          د جدي پاملرنې (ICU) پروژه
ولایت:               ننګرهار
د دندې ځای:      د ننګرهار حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر:      ۱         
د قرارداد موده:    یو کال (د تمدید وړ)
معاش:               د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت:              افغان
جنسیت:                         نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه:     ۸/۹/۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۵

د دندې لنډیز :

د بایومېډیکل تکنیشن دنده دا ده چې د جدي پاملرنې (ICU) په څانګه کې د طبي تجهیزاتو د نصب، حفظ او مراقبت، ترمیم او مؤثرې استفادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړی به د ICU د مسؤل او د ادارې سره په همغږۍ د تجهیزاتو د فعال ساتلو، دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ سیستم رامنځته کوي، تر څو د ICU معیاري خدمات په مؤثره توګه وړاندې شي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

دندې او مسؤلیتونه:

  1. د ICU ټول طبي وسایل او تجهیزات تنظیم، ساتنه، حفظ او مراقبت کول.
  2. د طبي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت لپاره معیاري طرزالعملونه او کړنلارې ترتیب او تطبیق کول.
  3. د ټولو طبي تجهیزاتو د نصب، منتاژ او تخنیکي تنظیم مسؤلیت اخیستل (د تجهیزاتو تخنیکي ځانګړتیاوې، مناسب ځای، تودوخه او د کیبلونو منظم تنظیم په پام کې نیول).
  4. د ICU تجهیزاتو دوامداره نظارت او مانېټورینګ، تر څو د هغوی مؤثره استفاده یقیني شي، او د وضعیت راپور اړوند ادارې ته وړاندې کول.
  5. د ICU تجهیزاتو د ترمیم مسؤلیت او د ترمیم، حفظ او مراقبت لپاره تخنیکي رهنمودونه جوړول.
  6. د ICU دننه د تجهیزاتو ترمیم ترسره کول، او که اړتیا وي د اصولو مطابق له ICU څخه بهر د ترمیم زمینه برابرول.
  7. د ټولو طبي تجهیزاتو د لیست او مشخصاتو ترتیب (د تجهیزاتو تاریخچه، د نصب نېټه، شرکت، تخنیکي مشخصات او غیر فعال تجهیزات).
  8. د طبي تجهیزاتو د پرزو او لوازمو لیست ترتیب او د اړتیا پر مهال له مرکزي دفتر سره شریکول.
  9. د هر ماشین د ملزوماتو او تخنیکي مشخصاتو ثبت، او د ترمیم، سرویس او تبدیلۍ لپاره پلان ترتیب او عملي کول.
  10. د طبي وسایلو د مؤثریت ساتنه او د خرابۍ او غیر فعالېدو څخه مخنیوی، د نصب کیفیت، د فضا پراخوالی، مناسبې تودوخې، برېښنا او نورو اړینو شرایطو په پام کې نیولو سره.
  11. د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د عمومي پلان سره سم، تر څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
  12. د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او اړتیا پر مهال راپورونه ترتیب او ادارې ته وړاندې کول.
  13. د طبي تجهیزاتو د سیستم د ښه‌والي او پراختیا لپاره اغېزمن وړاندیزونه وړاندې کول.
  14. د میاشتني تخنیکي راپور ترتیب او د ادارې مسؤلینو ته سپارل.
  15. د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
  16. بایومېډیکل تکنیشن د جدي پاملرنې (ICU) څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. د بایومېډیکل، الکترونیک، یا اړوند تخنیکي برخو کې د فوق بکلوریا یا لیسانس سند ولري.
  3. لږ تر لږه یو (۱) کال اړوند کاري تجربه ولري.
  4. د رسمي مکاتیبو د لیکلو مهارت او د Microsoft Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) سره کاري وړتیا ولري.
  5. د قوي افهام او تفهیم او اړیکو مهارت ولري.
  6. د هېواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او په انګلیسي ژبه بلدتیا ولري.

د ثبت نام طریقه:

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

یادونه: مهرباني وکړئ د بست عنوان او هغه ولایت چې غوښتونکي یاست، د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې په واضح ډول مشخص کړئ.

mophgdhr1444@gmail.com