د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې (د مقام د مراجعینو سمون او منلو لوی مدیریت شعبې بیارغونې پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/W-2849) ده، (ناصر ویاړ ودانیز او سړک جوړونې شرکت) ته چې د (105033) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (د شکردرې ولسوالۍ جمال مېنې ښارګوټي، کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (596,260.00) پنځه سوه شپږ نوي زره دوه سوه او شپېته افغانۍ کېږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.