د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، (د زړه جراحي طبي تجهیزاتو بشپړېدو پروژې لپاره د څښاک اوبو څاه کېندلو پروژې) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/W-2833) ده، (امین همکار ودانیز شرکت) ته چې د (104319) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (کارت نو، د نانوایي تمځای شلمه کوڅه، کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (1,052,700.00) یو میلیون او دوه پنځوس زره او اوه سوه افغانۍ کېږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.