په کاپیسا ولایت کې ۸۹ قلمه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول شول
د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت کوهستان ولسوالې کې له درملتونونو او یوناني طبابت مرکزونو څخه د څارنې په پایله کې ۸۹ قلمه بېکیفیته او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته لېږدولي دي.
