د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې ۱.۵ ټېسلا MRI دستګاه د پېرلو تدارکاتي پروسه پیل کړې ده.
د یادې دستګاه د تدارک پروسه د ۱۰۱ میلیونه، ۵۹۰ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت یوه افغان شرکت ته د تړون ورکړې په پړاو کې ده، چې د تدارک چارې به یې په نږدې ورځو کې بشپړې شي.
د دې دستګاه په برابرېدو سره به د راډیولوژي انسټېټیوټ د تشخیصیه خدمتونو ظرفیت لوړ او ناروغانو ته به د معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
