د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست له لوري ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۷۰ قلمه درمل ثبت شول

rasooli_admin
Sun, Nov 01 2026 3:05 PM
MOPH

ياد رياست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د وارداتي درملو، کورنیو تولیداتو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت او د اسنادو د مدیریت سیستمونو ښه‌والي برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی او د وارداتي درملو برخه کې ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۲۳ قلمه نوي درمل او ۴۷ قلمه وارداتي درمل بیا ثبت شوي دي.

همدارنګه، د ارزونې او ثبت دوسیو په اړه د څېړنې او تخنیکي پرېکړې کولو په موخه د تخنیکي کمېټې ۱۹ غونډې ترسره شوې دي او د کورنیو تولیداتو په برخه کې ۱۸۱ دوسیې او اقلام، چې د درملو له جامع دوسیې DMF، قراردادي تولید او د بسته‌بندۍ او حجم له بدلونونو سره تړاو لري، ارزول شوي او ثبت شوي دي.

دغه راز، ۲۸۱ د DMF دوسیې په مسلکي ډول څېړل شوې او ارزول شوې دي او سربېره پر دې، د کورنیو تولیداتو د کمېټې ۸ غونډې ترسره شوي، د محصول د ثبت ۲۸ سندونه صادر شوي او د قراردادي تولید ۴۵۰ اقلام د شته ډیټابېس پر بنسټ بیا ارزول شوي دي.

همداراز، د وارداتي روغتیايي محصولاتو او ګياهي محصولاتو په برخه کې هم ۴ روغتیايي محصولات ثبت شوي او ۲۶ محصولاتو ته د ارزونې د فیس تعرفې صادرې شوې دي.

دغه فعالیتونه د ارزونې او ثبت بهیر د پیاوړتیا او معیاري کولو، له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د اسنادو د مدیریت ښه‌والي، او د ثبت شویو او باکیفیته درملو او روغتیايي محصولاتو ته د لاسرسي تأمین په موخه ترسره شوي دي.

Latest news

Sun, Nov 01 2026 3:46 PM
Background image

Ministry of Public Health to Procure MRI Machine Worth Over AFN 101.5 Million for the Radiology Institute

The Ministry of Public Health has initiated the procurement process for a 1.5-Tesla MRI machine for the Radiology Institute using the Ministry's budget for the 1405 fiscal year. The. . .

Sun, Nov 01 2026 3:40 PM
Background image

The Ministry of Public Health’s Central Blood Bank Holds Public Awareness and Voluntary Blood Donation Campaign at Azizi Bank’s Central Office

During the campaign, 33,000 cc of blood was voluntarily collected from 66 Azizi Bank officials and visitors and transferred to the Central Blood Bank. Following the necessary medical. . .

BACK TO NEWS