د عامې روغتیا وزارت د خیرخانې ۱۰۲ بستریز تخصصي او ثالثي روغتون په روان کال کې ۱۳۵۴ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره کړي دي

rasooli_admin
Wed, Oct 28 2026 8:56 AM
moph

په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۵۲ لوی او ۴۰۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په یاد روغتون کې ۷۰۲۸۹  ناروغانو ته (OPD) او ۸۲۱۲ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.