د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (کندهار ولایت د عینو مېنې روغتون اړوند د MGPS میډیکل اکسیجن ګاز د پایپونو انتقال او نصبول تدارک او چمتو کولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/G-3044) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼی سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر چهار شنبې) ورځې چې د (۱۳/۸/۱۴۰۵)ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( ۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.