د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي، تشخیص او کنټرول په برخو کې د مرکز د فعالیتونو او کاري میکانیزمونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د تجربو او علمي معلوماتو تبادله مهمه ده او افغانستان غواړي د بېلاروس له تجربو څخه په ګټه اخیستنې د ناروغیو د څارنې او کنټرول برخو کې خپل ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.
د بېلاروس د روغتیا وزیر، هودژایف الکساندر هم د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د خپل هېواد د تجربو د شریکولو لپاره چمتووالی څرګند او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د روغتیايي همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړ.
