د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (صدري ابن سینا روغتون لپاره دوه لاټه طبي تجهیزات لومړی لاټ دوه پایه Inasive cardiac monitors ماشین او یو پایه Anesthesia machine ماشین او دوهم لاټ پنځه قلمه طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو پروژه ) چې د لومړی لاټ (MOPH/1405/NCB/G-2661) او دوهم لاټ( MOPH/1405/NCB/G-2661/Lot-1 )ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼی سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر چهارشنبې) ورځې چې د (۲۹ /۷/۱۴۰۵)ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( ۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.
