په زابل ولايت کې د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت پنځه روغتيايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
ياد روغتیايي مرکزونه د زابل ولايت د پنځو ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د روغتیايي خدماتو پراختيا او ورته د خلکو لاسرسي اسانتيا په موخه جوړ شول؛ څو د خلکو لومړنۍ روغتيايي اړتياوې پوره او ستونزې يې په خپلو سيمو کې حل شي.
